سیاستخبرونهTOP

د افغانستان او استونیا جمهوررییسانود دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

کابل/ د غویي لومړۍ/ باختر

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازیګر د استونیا له جمهوررئیسې مېرمن کرستي کالیولایډ سره چې د دغه هیواد د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر کابل ته راغلې وه، وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د جمهوري ریاست مرستیالانو، د بهرنیو چارو او کابینې یو شمېر وزیرانو، د چارو ادرې لوی رئیس، د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژيکو اړیکو ادارې رئیس او د افغانستان بانک سرپرست هم حضور درلود.

د دواړو هیوادونو جمهوررئیسانو د افغانستان او استونیا تر منځ د اړیکو د پراختیا، له افغانستان څخه د امریکا متحدو ایالاتو ځواکونو د وتلو پرېکړې او د افغانستان او بین المللي ټولنې او ناټو سازمان غړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو د نوي فصل په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني اغلې کرستي کالیولایډ او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د استونیا د مرستو او همکاریو او د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دغه هیواد ځواکونو د فعالې ونډې، مننه وکړه.

د هیواد جمهوررئیس وویل: موږ د اړیکو په نوي فصل کې له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول د دیجیټل کولو په برخه کې چې مخکې پیل شوی، د استونیا د لازیاتې همکارۍ غوښتنه کوو.

په پای کې د استونیا جمهوررئیسې له افغانستان سره د استونیا د پیاوړو او غښتلو اړیکو د دوام ډاډ هم ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته