سیاستTOP

د افغانستان او ترکمنستان جمهورو رییسانو د آقینه ـ اندخوی اورګاډي پټلۍ په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ درې پروژې پرانیستې

کابل / د مرغومي ۲۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د آقینه ـ اندخوی اورګاډي پټلۍ، د کرکي ـ اندخوی ـ پلخمري 500 KV برېښنا لین پروژې او د امام نظر ـ آقینه ـ سرحد آباد ـ تورغونډۍ د نوري فایبر د وصل پروژې د پرانیستې په مراسمو کې چې د ویډيو کنفرانس له لارې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دغو شانداره مراسمو کې پر جمهوررییس غني سربېره، د ترکمنستان جمهوررییس قربانقلي بردي محمدوف او د هغه هېواد لوړپوړو چارواکي د ترکمنستان د لباب ولایت رحمت ماڼۍ او په کابل کې د افغانستان لوړپوړي چارواکي د جمهوري ریاست له چهارچنار ماڼۍ څخه د ویډیو کنفرانس له لارې وصل وو، لومړی د ترکمنستان جمهوررییس قربانقلي بردي محمدوف خبرې وکړې.
د ترکمنستان جمهوررییس وویل: زه باور لرم چې دغه ډول پروژې د افغانستان له اقتصاد پیاوړتیا سره مرسته کوي او د دې هېواد د صنعت لپاره هم اغېزناکې دي.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د زېربنایي پروژو د بریالي کېدو لپاره د افغانستان جمهوررییس د تدبیر او لرلید مننه وکړه، ویې ویل: یادې پروژې پرځان بسیاینې د افغانانو باور زیاتوي او ترکمنستان به په اقتصادي، سیاسي او ډيپلوماتیکو برخو کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.
جمهوررییس محمدوف د افغانستان او ترکمنستان اړیکې تاریخي او ژورې وبللې، ویې ویل: دغه اړیکې اوسمهال د ترانسپورټ، مخابراتو او انرژۍ په برخو کې د نویو پروژو په عملي کېدو سره نوې معنی او مفهوم پیدا کړی دی.
هغه زیاته کړه: دغه پروژې به د واضح ستراتېژۍ او د اوږدمهالو پراخو ظرفیتونو د اهدافو پر اساس د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ واقعي دوستي له پخوا ډېره پیاوړې کړي.
جمهوررییس غني د دواړو هېوادونو ترمنځ د آقینه ـ اندخوی ریل پټلۍ او نورو زېربنایي پروژو پرانیسته د دغو اړیکو د پراختیا او د سیمه ییز اتصال د لیدلوري مهمه برخه وبلله، ویې ویل: د ډېر ویاړ ځای دی چې افغانستان له یو سل او څو کلونو وروسته له منځنۍ آسیا هېوادونو سره خپلې پخوانۍ اړیکې تازه کوي. د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوستي د افغانستان د دولت او خلکو لپاره له ارزښت څخه ډکه اړیکه ده.
جمهوررییس دېته په اشارې چې د عباسي طلایي دورې بنسټ په مروه، هرات، بلخ او بادغیس کې ایښودل شوی، وویل: افغانستان او ترکمنستان پخوانۍ اړیکې لري او دغه مناسبات د تاریخ په اوږدو کې بریالي وو.
د هېواد جمهوررییس وویل: د اورګاډي پټلۍ، نوري فایبر، پاکستان ته د برېښنا لېږد (ټاپ) هند او پاکستان ته د ګازو لېږد (ټاپي) او نوري فایبر شبکه چې سویلي آسیا به د ځمکې له لارې له اروپا او نورې نړۍ سره ونښلوي، په څېر د لویو پروژو ګټې اخیستنې ته سپارل به د افغانانو د ژوند شرایطو د مثبت بدلون او د سیمې هېوادونو د وضعیت ښه کېدو، د انکشافي او ټولنیزو کوریډورونو د رامنځته کېدو لامل کېږي چې په چټکۍ به زموږ د هېواد د ودې لامل وګرځي.
هغه څرګنده کړه چې له سویلي، ختیځې او لوېدیځې آسیا سره د مرکزي آسیا د اتصال څلورلارې په توګه د افغانستان د موقعیت اهمیت، د مهمو اقتصادي او زېربنایي پروژو له هغې جملې په دغو وروستیو کې د خواف ـ هرات اورګاي پټلۍ پرانیسته، د نورو پروژو ګټې اخیستنې ته سپارل او د کار دوام ثابتوي چې د سیمه ییز اتصال لپاره زموږ لیدلوری یو خوب نه، بلکې داسې واقعیت دی چې انکار ترې نشي کېدای.
جمهوررییس غني وویل: هغوی چې فکر کوي په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ جوړېدل ناشوني دي، بیا دې فکر وکړي. د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د ترکمنستان جمهوررییس او لوی ملت څخه د لویو برنامو، تمویل او د پروژو تطبیق له امله چې د دواړو هېوادونو د دوامداره اړیکو، همکاریو او د سیمې د هوساینې لامل کېږي، مننه کوم.
جمهوررییس د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ۲۰۱۹ کال د فبروري ۲۱ معاهدې ته په اشارې وویل: اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو کچه له یو عادي ګاونډي سره د اړیکې له کچې د ستراتیژیکو همکاریو کچې ته لوړه شوې ده.
هغه وویل: ترکمنستان د افغانستان د سولې پروسه کې د کافي رول لوبولو غوښتونکی دی او له ۲۰۱۳ کال څخه راپدېخوا په دوامداره توګه غواړي چې د افغانستان د سولې پروسې یوه ناسته د دې هېواد په کوربه توب په عشق آباد ښکلي ښار کې ترسره شي.
جمهوررییس زیاته کړه: د ترکمنستان او افغانستان عالمانو هوکړه کړې چې د سولې بهیر په ملاتړ غونډه وکړي او باور لرم چې د دغو دواړو اسلامي هېوادونو د عالمانو غونډه به زموږ د سولې د مذاکراتو بهیر لا زیات پیاوړی کړي.
جمهوررییس طالبانو ته په خطاب کې وویل: تاسې ته مې پیغام دا دی چې د افغانستان د ملت نبض وګورئ، ملت پر سولې اجماع لري، د تاوتریخوالي دوام د افغان ملت له اجماع سره په ټکر کې دي او د دې لامل ګرځي چې د تېر په پرتله ستاسې پر ضد بسیج شي. بناً جنګ او وینه بهېدنه ودروئ او اوربند ومنئ.
جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې، یو ځل بیا د سیمه ییز اتصال برنامو د پلي کولو په برخه کې د ترکمنستان د همکاریو او د دغه بهیر په بریالیتوب کې د جمهوررییس قربانقلي بردی محمدوف د همېشنۍ پاملرنې قدرداني وکړه.
وروسته د دواړو هېوادونو جمهورو رییسانو د یادو پروژو د پیل فرمان صادر کړ چې د اړوندو مسوولینو له لوري د پټۍ په پرې کولو سره یادې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او اورګاډي له اقینې څخه د اندخوی پر لور حرکت وکړ.
په دغو مراسمو کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې لوی رییس یما شمس، د اوبو د تنظیم ملي ادارې رییس خان محمدتکل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیرې معصومې خاوري هم خبرې وکړې.
دوی د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دغو مهمو پروژو پرانیستل د سیمه ییز اتصال په برخه کې د جمهوررییس د لیدلوري د عملي کېدو په برخه کې مهم ګام وباله، ویې ویل: د برېښنا رسولو پروژو پرانیسته د هېواد په شمال کې زموږ د خلکو اړتیاوې پوره او له اورګاډي پټلۍ څخه په استفادې به د هېواد صادارات او واردات رونق ومومي، همدا راز نوري فایبر پروژه به د افغانستان د ډیجیټلي کولو په برخه کې لازیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.#
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته