سیاستخبرونه

د افغانستان او ترکيې د ديپلوماتيکي اړيکو سلمه کاليزه ونمانځل شوه

– کابل /د کب ١٢مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د ترکيې جمهوريت د ديپلوماتيکي اړيکو سلمه کاليزه په بلخ کې ونمانځل شوه .
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې ؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په مزارشريف ښار کې جوړه شوه د بلخ والي محمدفرهادعظيمي د افغانستان اوترکيې ترمنځ د دوستۍ او اړيکو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل : ترکيه له لومړنيو هېوادونو څخه و چې افغانستان يې د يو خپلواک هېواد په توګه په رسميت وپېژند او له افغانستان سره يې د ديپلوماتيکي اړيکواوهمکاريو تړون لاسلکيک کړ.
عظيمي زياته کړه: اوس دوست هېواد د ترکيې جمهوريت د ښوونځيو په جوړولو او د بورسونو له لارې سلګونوافغان ځوانانوته د زده کړې او د لوړو زده کړو زمينه برابره کړې ده .
په مزارشريف ښار کې د دوست هېواد ترکيې جمهوريت قونسل سميع لطفوترګوت په داسې حال کې چې د خپل هېواد د خلکو نيکې هيلې د افغانستان خلکوته وړاندې کړې او د دواړو هېوادونوخلک يې ورونه او دوستان وبلل .
ترګوت د دغو دوو ملتونو دوستي له يوې پيړۍ څخه زياتې وبللې او ويې ويل چې د لومړى ځل لپاره د افغانستان اوترکيې د دوستي تړون په ١٩٢١ کال کې په مسکوکې لاسليک شو.
ختم_ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته