سیاستTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د افغانستان او نړیوالې ټولنې دوه اړخیز مکلفیتونه او لومړیتوبونه

کابل/ د زمري ۶مه/ باختر

نن په کابل کې د څارنې اوهمغږۍ د ګډ بورډ ځانګړې غونډه جوړه شوه.

غونډه د افغانستان او نړیوالې ټولنې د دوه اړخیزو مکلفیتونو او مسوولیتونو ارزونې ته ځانګړې شوې وه.

د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي: که څه هم په غونډه کې بحثونه د افغانستان اونړیوالې ټولنې د مکلفیتونو او لومړیتوبونو پر ارزونې راټول وو؛ خو غونډه پردغې مهمې موضوع سربېره هم د افغانستان لپاره اوهم د نړیوالې ټولنې لپاره سترتاریخي ارزښت لري.

غونډه په کابل کې داسې مهال جوړېږي چې د هېواد په یو شمېر سیمو کې وسله والو مخالفینو پوځي پرمختګ کړی دی او دغه پرمختګ یو شمېر اندېښنې راټوکولې دي.

تر ټولو ستره اندېښنه دا ده او وسله والو مخالفینو هم هڅه کړېده دغه راز ذهنیت رامنځ ته کړي چې ګونې نظام سقوط کوي او سقوط ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي. په دغه راز حالت کې په کابل کې د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ‌ ځانګړې غونډه جوړېږي او دواړه لوري پر خپلو مکلفیتونو او مسوولیتونو بحث کوي.

که د نظام د سقوط خبره مطرح وای، که په روانه جګړه ییزه معادله کې د کوم ستراتېژیک بدلون د رامنځ ته کېدو خبره مطرح وای؛ نو څرګنده ده چې بیا دغه بورد په کابل کې غونډه نه کوله اوپر مسوولیتونو او مکلفیتونو یې بحث نه کاوه. د دې غونډې جوړېدو وښوده چې د یو شمېر وارخطا هېوادوالو وارخطایي او اندېښنې بې ځایه دي. نظام سقوط نه کوي، دولت سقوط نه کوي. افغانان نه غواړي چې له اوسني نسبي ثباته بیا بې ثباتۍ ته لاړ شي، نړیواله ټولنه هم دغه راز بدلون نه غواړي.

دلته باید یو ټکی ښه روښانه کړو اوهغه دا چې له بده مرغه ځینو د نړیوالې ټولنې سوله ییز کوښښونه چې په افغانستان کې یې د سولې او ثبات د بسیا کولو لپاره کوي، ناسم تعبیروي. دوی فکر کوي چې ګونې نړیواله ټولنه له افغانستانه د ناټو او امریکا پوځيانو له وتلو وروسته د اوسني نظام له ملاتړه لاس اخلي او دوی ته ډګر تشېږي چې خپل آسونه په کې وځغلوي. امریکا، ناټو او نورو هېوادونو په وار وار ټینګار کړی دی چې له افغانستانه د دوی د پوځیانو وتل یوازې د نظامي حضور د پای ته رسېدو مانا لري، نه د ملکي حضور او له افغانستان سره د مرستو اوهمکاریو د پای ته رسېدو. نړیوالې ټولنې تل ټینګار کړی دی چې له افغانستان سره به یې مرستې او ملاتړ دوام مومي او دوی به هېچا اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې د نظام جوړونې په برخه کې په تېرو دوولسیزو کې تر لاسه شوې بریاوې په اوبو لاهو کړي او افغانستان یو ځل بیا د اویایمو کلونو تیاره پړاو ته ستون کړي.

د نننۍ غونډې څرګند پیغام همدا و: افغانستان د نړیوالې ټولنې له پاخه ملاتړه برخمن دی. اوس مهمه خبره دا ده چې هم افغانستان اوهم نړیواله ټولنه خپل ستراتېژیک مشارکت ته دوام ورکړي او په ژنیو کنفرانس کې کړې ژمنې عملي کړي. بشپړ باور لرو چې اوسني سخت شرایط پای مومي او افغانستان به د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ پر لور ګړندي ګامونه پورته کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته