اعلامیهسیاستامنیت

د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام نن سهار د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د افغانستان بانک د مالي شخړو د حل کمېسیون د رییس عبدالله دوراني پر موټر د مقناطیسي ماین په چاودنه کې نوموړی ټپي او ساتونکی یې شهید کړ.
جمهوررییس غني د دغه تروریستي برید د غندلو پر مهال وویل: پر ملکي کارکوونکو بریدونه او په ښارونو کې د مقناطیسي ماینونو چاودنې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو او نورو تروریستي ګروپونو د ماتې او د افغانستان د عظیم ولس پر وړاندې د جګړې او دښمنۍ په مانا ده.
جمهوررییس غني وویل: له ملکيانو څخه د سپر په توګه استفاده او د غیر جنګي اهدافو په نښه کول بشري او اسلام ضد جنایت دی چې طالبان او نورې تروریستي ډلې د خدای تعالی او ولس پر وړاندې هېڅ وخت له دغې ملامتۍ او مسوولیت څخه خپلې اوږې نشي سپکولی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس اړوندو ارګانونو ته د دې تروریستي پېښې د عاملینو د موندلو او په سزا رسولو ترڅنګ، د شهید کورنۍ ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی الله (ج) له درباره د عاجلې روغتیا دعا کوي.#
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته