سیاستخبرونهTOP

” د افغانستان حالات او په منځنۍ آسیا کې د سیمه ییز امنیت د سیستم رامنځته کېدل” علمي کنفرانس جوړ شو

کابل / د لړم ٢٣ مه / باختر

” د افغانستان حالات او په منځنۍ آسیا کې د سیمه ییز امنیت د سیستم رامنځته کېدل” ترنامه لاندې عملي- څېړنیز کنفرانس په مسکوکې د خلکو دوستۍ پوهنتون کې د ویډیو کنفرانس له لارې پرون جوړ شو.

په دغه کنفرانس کې چې د خلکو دوستۍ پوهنتون د بشري علومو پوهنځي د نړیوالو اړیکو د تیورۍ او تاریخ دیپارتمنت یې نوښت او مدیریت په غاړه لاره، د خلکو دوستۍ پوهنتون، د مسکو دولتي پوهنتون، د روسيې د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو اړیکو د دولتي انستیتوت، د روسیې د ختيځ پېژندنې انستیتوت، د روسیې د ستراتيژیکو مطالعاتو انستیتوت او د روسیې، ازبکستان او ایران د نورو علمي- څېړنيزو بنسټونو پوهانو او استادانو او دغه راز په مسکو کې د مېشتې افغاني ټولنې استازو ګډون کړی و.

دغه کنفرانس د خلکو دوستۍ پوهنتون د بهرنیو اړیکو د رییس یفګيني ولادیمیروویچ او  په مسکو کې د افغانستان د فرهنګي اتشې شاه سلطان عاکفي په پرانیستونکو ويناوو سره پیل شو.

یفګیني ولادیمیروویچ د دغه کنفرانس د ترسره کولو پر ارزښت خبرې وکړې او شاه سلطان عاکفي هم په خپلو خبرو کې د افغانستان او روسیې پر مناسباتو رڼا واچوله او د دغو اړيکو وده او پرختیا یې د دواړو هېوادونو په ګټه وبلله.

د باختر اطلاعاتي آژانس رييس نجيب الله “شينواري” له کابل څخه د ميلمه په توګه د افغانستان د روانو حالاتو په اړوند خبرې وکړې او د هغو مهمو موضوعاتو په اړه وغږېد چې اوس د افغانستان د حکومت، سياستوالو، رسنيو او د عادي خلکو د پاملرنې په مرکز کې دي.

هغه په خپلو خبرو کې دغه موضوعګانې يادې کړې: په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبانو د پلاویو ترمنځ د سولې خبرو اترو برخليک، په هېواد کې د تاوتريخوالي د زياتوالي په اړه اندېښنې او د دغه تاوتریخوالي د کمولو اړتيا او اوربند ته رسېدل، د ژنيو کنفرانس لپاره چې ټاکل شوې ده څو ورځې وروسته جوړشي ، د افغانستان د حکومت چمتووالی او د افغانستان د حکومت د نوې کابينې نوماند وزيرانو ته د رأى ورکولو بهیر د پيل او په افغانستان کې د سولې بهير د ملاتړ په خاطر د سيمه ييزې او نړيوالې اجماع د پياوړي کولو اړتيا.

د یاد کنفرانس ګډونوالو د لاندېنیو موضوعګانو په اړه خپلې مقالې وړاندې کړې:

په افغانستان کې د امريکا د نوې ادارې د سياست احتمالي سناريوګانې، د امريکا په نوې اداره کې په سوله ييز ډول د افغانستان د بحران د حل احتمالي انتخابونه، د زبرځواکو په سياست کې د افغانستان د قضيې حل، له ٢٠١٤ تر ٢٠٢٠ پورې په افغانستان کې کورني سياسي حالات  او په افغانستان کې د سولې بهير په کورنيو او بهرنيو اړخونو پورې اړوند نور مسايل.

ټاکل شوې ده په ياد کنفرانس کې د وړاندې شويو مقالو ټولګه د کتاب په بڼه چاپ شي.

د يادونې وړ ده چې د خلکو دوستۍ پوهنتون د بشري علومو پوهنځي د نړیوالو اړیکو د تیوري او تاریخ دیپارتمنت هرکال ” د افغانستان حالات او په منځنۍ آسیا کې د سیمه ییز امنیت د سیستم رامنځته کېدل ” تر نامه لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس جوړوي.

پاى\ع \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته