ټولنه

د افغانستان خلکو د ثور د مياشتې درېمه په ماتم او غم سره تېره کړه

کابل باخترد غويي دمياشتې ٣:
دهېواد په دننه او بهرکې د افغانستان خلک د هېواد د رښتنيو بچيانو د غم په ټغر ناست وو او د هېواد  د شهيدانو د فاتحې اخيستلو په مراسموکې په ګډون سره يې د٢٠٩ شاهين قول اردو د ډار اچوونکې پيښې د قربانيانو پاک روح ته دعا وکړه.
د باختر آژانس د خبريالانو دخبرله مخې:
د يوشمېر جنايتکارانو او ډار اچوونکو له خوا د دغه هېواد د لسګونو تنو ځوانو بچيانو له شهادت او ټپي کيدو وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمداشرف غني د ثور د مياشتې درېمه د يکشنبې ورځ په هېوادکې ملي ماتم اعلام کړ.
د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلک په غمجنو څيرو سره جامع جوماتونو ته لاړل او د آزادۍ او خپلواکۍ د لارې د سورکفنو شهيدانو پاک روح ته د دعا دکولو ترڅنګ يې د قرآن عظيم الشان د ختمونو مراسم هم پرځاى کړل.
د هېواد په ګوټ ګوټ او د غربت په ټاټوبي کې زموږ هېوادوالو  د شهيدانو  پاک روح ته دعا وکړه او د پيښې ټپيانو ته يې د لوى خداى  (ج) له دربار څخه  د بشپړې روغتياهيله وکړه.
دغه راز دوى په ماتم سره د چارو له مسوولينو څخه وغوښتل چې د دې هېواد   د ځوانانو د وينې، د کړيدلو او ځوريدلو ميندو د اوښکو او د يتيمانو د بربنډو پښو او وږو خيټو په خاطر نور مصلحت يوې خوا ته پريږدي او د زمانې په قصابانو رحم ونه کړي او په هر مقام او موقف کې چې د خلکو جلادان شتون لري؛ د قانون منګولو ته وسپاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته