اعلامیه

د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل/ د مرغومي ٧ مه / باختر:
د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې غونډه نن د افغانستان د اسلامي امارت د رييس الوزرا ملا محمد حسن آخند په مشرۍ جوړه شوه.
د باخترآژانس دخبرله مخې؛ په غونډه کې چې وزیرانو او د خپلواکو ادارو مسوولینوهم برخه اخیستې وه تر بحث وروسته د طبیعي پېښو د مخنیوي لپاره د رييس الوزرا مرستیال ملا برادر اخند په مشرۍ د رسيدګي کمېسیون جوړشو چې دطبيعې پېښو د رامنځته کېدو په صورت کې د بحران مديريت په غاړه واخلي.
دغه راز د رييس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوی ته د کابل په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د ویش د څارنې مسووليت وسپارل شو.
په همدې حال کې د قندهار د صنعتي پارکونو د برېښنا د ستونزې د حل په موخه د انرژۍ او اوبو د وزير ملا عبداللطيف منصور په مشرۍ يو پلاوى ټاکل شوى دى.
دغه راز د کابينې په غونډه کې د ملي بس شرکت په اړه د اداري هيئت نظرتاييد شو، چې له مخې يې د ملي بس شرکت په ماليې وزارت پورې اړه لري، چې د دغه شرکت د مديره پلاوي له خوا اداره کېږي او د هوايي چلند او ترانسپورت وزارت په همغږۍ د پاليسۍ، ګومارنې او کارې پروګرامونو په برخه کې خپل فعاليت مخ ته وړي.
وروسته کابینې د (اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسائلو د څیړنیز مرکز) د جوړولو طرحه تصویب کړه او پریکړه یې وکړه، چې د کورنیو چارو وزارت دې د ټولو ولایتونو او ولسوالیو په مرکزونو کې مشخصې ډلې جوړې کړي، ترڅو په راکړه ورکړه کې د بهرنیو اسعارو د استعمال مخه ونیول شي.
دغه راز د کابینې په غونډه کې د برېښنا د پورونو د ورکولو، د صرافيو او د پولي خدمتونو د شرکتونو د تنظیم، د عوایدو د راټولولو اوونۍ د نمانځلو، د ضبط شویو وسایطو او ملکیتونو د برخلیک د ټاکلو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته