سیاستTOP

د افغانستان د بهرني سياست او سياسي حالت په اړوند خبرې وشوې

کابل / د غويي ١۷مه / باختر
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ميرويس ناب نن له افغانستان څخه د غوڅ ملاتړ ځواکونو له وتلو وروسته، په يوه غونډه کې د هېواد د بهرني سياست او د سياسي حالت په اړوند څرګندونې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د بهرنيو چارو وزارت د ديپلوماسۍ انستيتوت په تالار کې د دغه وزارت د بېلابېلو برخو د رييسانو او د سياسي – ديپلوماسۍ پروګرام د برخه والو په ګډون جوړه شوه؛ په پيل کې د ديپلوماسۍ انستيتوت سرپرست احمد هارون نجم پور په خپلو خبرو کې د ځوانو ديپلوماتانو د معلوماتي بډاينې لپاره د دغه شان پروګرامونو جوړول مهم او انګېزه ورکوونکي وبلل.
وروسته د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د دوحې د خبرو، د امريکايي ځواکونو د وتلو، د طالبانو د نيت او موخو او پر جګړې د هغوى لېوالتيا، د وروستيو دوو لسيزو لاسته راوړنو د ساتنې په لاره کې د هڅو، د کورني او سيمه یيز سياسي ثبات او اجماع، د افغانستان په ماحول کې د بدلونونو، له طالباني امارت سره په مخالفت کې د سيمې د هېوادونو د نظر، د نړیوالې ټولنې د سياسي ملاتړ او د اقتصادي همکاريو د دوام او کابل ته د خليلزاد د وروستي سفر او فرصت ته د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د چلنجونو د بدلولو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.
ميرويس ناب دغه راز د استعدادونو د ودې او پراختيا په لاره کې د بهرنيو چارو وزارت د پاليسيو په اړوند خبرې وکړې او د ځوانو ديپلوماتانو د زده کړې او ظرفيتونو د لوړولو پر ارزښت یې ټينګار وکړ.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته