کابل /د مرغومي ۲۴مه /باختر
د افغانستان د بهرنیوچارود وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د ترکمنستان مقاماتو په رسمی بلنه نن سهار د یوهیئت په مشری د دغه هېواد پایتخت عشق اباد ته روان شو.
د بهرنیوچارو وزارت د یوې خبرپانې په خپرولوسره ویلي دي چې په دې سفرکې به د افغانستان د اسلامي امارت هیئت د ترکمنستان له مقاماتوسره د دوه اړخیزو تجارتي اړیکو،انرژی ، نفتی توکو،د وسپڼی پتلی، تاپي پروژې اود تحصیلی بورسونو په اړه خبرې وکړي.
د باختراژآنس د خبرله مخې، د اسلامي امارت مقاماتوهیله څرګنده کړې ده چې ترکمنستان ته د مولوی امیرخان متقي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی اوتجارتي اړیکو د پیاوړتیا سبب شي.
ج-ا