فرهنګ

د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ملاتړ ټولنې اعلامیه

کابل/ د وري ۲۵مه/ باختر
هر تاريخي – کلتوري اثر د خپلې زمانې دانساني لاس ته راوړنو تر ټولو ارزښتمن او له نوښتونو سره مل استازی او د خپل مهال د انسان د ذهنيت او چاپېريال زيږنده دی. د هر انسان ځانګړی چاپېر يال د دې نړۍ يوه برخه ده، د همدغه اصل پر بنسټ هر لرغونی او تاريخي اثر په حقيقت کې د نړۍ د فرهنګي ميراث برخه ده .افغانستان د نړي د یوې لرغونې خزانې په توګه د دغه ډول لرغونو اثارو تاریخي ټاټوبی دی او د سترو تاریخي -فرهنګي پېښو د بیان ابدات او فرهنګي میراثونه لري.
په دغو ورستیو کې افغانستان یو ځل بیا په سیمه او نړۍ کی د سولی او امنیتي حالاتو له کبله د پام وړ ګرځېدلی دی.د سولې په اړه د هېواد دننه او بهر تله راتله زبات شوي دي او پر له پسې غونډې او میټینګونه جوړېږي؛ خو له بده مرغه د افغانستان د فرهنګي اثارو د ساتنې او پالنې په اړه تر اوسه هېڅ شخص او هېڅ ملي یا نړیوالې ادارې لکه چی اړینه ده خپل موقف نه دی ښودلی، په داسې حال کې چې په تېرو څلوېښتو کلونو کی د افغانستان فرهنګي میراثونو ته زښت زیات زیان رسېدلی دی.د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ملاتړ ټولنه اوسنیو حالاتو ته په پام، د خپلو موخو پر بنسټ هېوادوالو او نړیوالو ته د خبرتیا او اعلامیې په توګه لاندې مطالب وړاندې کوي:
1- په هېواد کې سوله د څو تنو او څو ګوندونو لپاره باید په پام کی ونه نیول شي، موږ عادلانه، تل پاتې او ټولو هېوادوالو ته داسې ډاډمنه سوله غواړو چې د هېواد پرمختګ تضمين کړي؛
2- د سولې خبرو پر مهال، په اجندا کی باید یوه تر ټولو مهمه موضوع د افغانستان د فرهنګي میراثونو له ساتلو او پاللو سره د دواړو خواوو ( د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو اسلامي تحریک ) له لوري د ژمنتيا اخيستل او دنړیوالې ټولنې له لوري دهغې تضمین وی؛
3- د یونسکو د نړیوالو کنوانسیونونو چې افغانستان یې غړیتوب لري، په رڼا کې د خبرو په بهير کې دا پرېکړه غواړو چې : د افغانستان اړوند فرهنګي میراثونه چې اوس د یو شمېر هېوادونو په موزیمونو کې ساتل کېږي، د سولې له موافقې وروسته افغانستان ته وسپارل شي؛
4- د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ملاتړ ټولنه له خپلو هېوادوالو څخه په درنښت غوښتنه کوي چې د هېواد فرهنګي میراثونه خپل ملکيت وګڼي اوساتنه يې وکړي؛
5- له ټولو نړیوالو فرهنګي موسسو او بنسټونو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د افغانستان په اړه په هر ډول مرکو او مذاکرو کې د افغانستان د فرهنګي میراثونو ساتنې او پالنې ته د نړیوالو او افغانانو ژوره پاملرنه راوګرځوي.
د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ملاتړ ټولنه د همدې اعلامیې له لاری له خپلو ژمنو غړو، هېوادوالو او نړیوالو څخه غواړي چې د دوست هېواد ترکيې په راروانه غونډه کې د یادوشويو موادو د مطرح کېدو او پرې د ټينګار او بحث ملاتړ وکړي.
په درنښت
د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ملاتړ ټولنې د مشرتابه او موسسينو له لوري
اسمایي واټ – کابل – افغانستان

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته