ورزش

د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د تمريني کمپ د جوړولو په لټه کې دى

کابل /د ليندې ١٠مه/باختر
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم ډېر ژر د راتلونکو لوبو د تياري لپاره خپل تمرينونه پيلوي.
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د اسيا او نړيوال جام په مقدماتي سياليوکې د ګډون لپاره څو دوستانه لوبې پرمخ کې لري.
د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم ښوونکى انوش دستګيرباختراژانس ته وويل چې ډېر ژر خپل زده کوونکي د تمرينونولپاره رابولي.
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم زياتره لوبغاړي په اروپايي، امريکايي اواسيايي ليګونوکې لوبه کوي.
تراوسه پورې د ملي ټيم د تمرينونو لپاره ځاى نه دى ټاکل شوى.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته