ورزش

د افغانستان د مو تاى ملي ټيم دوه غړي نړيوال جام کې برخه اخلي

کابل / د ليندۍ١٥مه / باختر:
د افغانستان د مو تاى د ملي ټيم دوه غړي تايلنډ کې نړيوال جام کې برخه اخلي.
دا خبره د مو تاى فدراسيون يوه مسوول علي ظفرعاطفي رسنيو ته وکړه.
دى وايي يوسف جهانګير له خپل سنګاپوري سيال سره لوبه کوي او که يې وګټله بيا به بل روند ته ځي.
په همدې ترتيب به د سه شنبې په ورځ جعفرعاطفي له تايلنډي لوبعاړي سره لوبه کوي.
يوسف جهانګير هغه افغان لوبغاړى دى چې ٢٠١٩ کال يې هم د موتاى له نړيوالو سياليو د برنزو مډال ګټلى و.
د موتاى دا سيالۍ د٩٤ هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ د تايلنډ په پايتخت بنکانک کې له يکشنبې ورځې څخه پيل شوي چې د دسمبر تر١١ مې دوام کوي.
مو تاى د تايلنډ يو رزمي ورزش دى چې په ټوله نړۍ کې په زرهاو ځوان پرې بوخت دي.
په دې ورزش کې ورزشکاران د سوکانو او لغتو ترڅنګ د زنګنو اوڅنګلو په واسطه هم خپل سيالان وهي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته