خبرونهاقتصادTOP

د افغانستان – پاکستان د ګمرکي اطلاعاتو د راکړې ورکړې د همکارى تفاهم ليک لاسليک شو

٤٦- کابل / د لړم٢٨مه /باختر
د افغانستان – پاکستان د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې د همکارى تفاهم ليک د افغانستان د ماليې وزارت د ګمرکونو د لوى رييس خليل صالح زاده او د پاکستان د ګمرکونو بورد د جګپوړي غړي سيد محمد هدا ترمنځ په داسې حال کې چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د وزارت سرپرست نثار احمد غورياني او د پاکستان د سوداګرى وزير او د دغه هېواد د صدراعظم د اقتصادي او پانګې اچونې چارو ستر سلاکار رزاق داوود حاضر و، پرون مازيګر په کابل ښار کې لاسليک شو.
باختر اژانس د صنعت اوسوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې ؛ خبرراکړ د دغه تفاهم ليک له مخې د افغانستان د ماليې وزارت د ګمرکونو د لوى رياست او د پاکستان د ګمرکونو د بورد ترمنځ ګمرکي همکارى د دواړو هېوادونود سوداګرو د ترانزيتي او تجارتي مالونو له بارولو مخکې پيلېږي.
دغه راز په دې تفاهم ليک کې ګمرک ته له رسېدو مخکې د تجارتي مالونو د ګمرکي ارقامو اومعلوماتو د راکړې ورکړې د ګمرکي همکاريو د ښه والي په لاره کې د دواړو لورو د تجربې د تبادلې او د ظرفيتونو د لوړولو په برخوکې د افغانستان او پاکستان د ګمرکونوترمنځ همکارى پيلېږي.
د يادونې وړ ده چې اسلام اباد ته په دې وروستيو وختو کې د افغااستان د سوداګرى او صنعت د وزير نثار احمد غورياني او ملګري هيئت په سفر کې او په پاکستان کې د افغانستان د سوداګرو د ګمرکي ترانزيتي اوتجارتي ستونزو د حل په اړه د دغه هېواد له مقاماتو سره له هراړخيزو خبرو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګمرکي همکاريو تفاهم ليک لاسليک شوي و .
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته