ټولنه

د افغاني کلتور ودې او فرهنګي میراثونو ساتنې لپاره هڅې پیل شوې دي

کابل / د وږي ۱۴ مه / باختر
د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې تر خپلې وسې به، د افغاني کلتور ودې، فرهنګي میراثونو ساتنې، د بیان ازادۍ او د ځوانانو فکري روزنې لپاره کاروکړي.
د باختر اژانس سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ دغه څرګندونې نن د میدان وردګو نوي رییس قاري صفي الله راید د معرفت په غونډه کې وکړې.
راید زیاته کړه چې په تېر دولت کې اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته زیات کار نه دی شوی، هغه د چارو ښه پر مخ بېولو په پار کارکوونکو ته اړینې سپارښتنې وکړې.
قاري صفي الله له لیکوالانو، قلموالو او ځوانانو غوښتنه وکړه چې له هر ډول تعصب ډډه وکړي، یووالي لپاره کار وکړي چې یاد ولایت د نورو لپاره الګو وړاندې شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته