ورزش

د افغان ایلیون کرکټ ټیم په تمریناتي سیالیوکې د قطرټيم ته ماتې ورکړه

کابل / د تلې / ۲۰ / باختر
د افغان ایلیون د کرکټ ټيم چې همدا اوس په قطرکه په تمریناتو بوخت دی په یوه تمریناتي لوبه کې د قطر د کرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړه.
د باختراژانس خبریال د خبرله مخې، د دغه تمریناتي لوبې قرعه یې د افغان ایلیون ټيم وګتله چې په شلو آورونو کې مقابل ټيم ته د ۶ ویکیتونوپه له لاسه ورکولوسره ۱۳۸ مندې هدف وټاکه چې د قطرملي ټيم ونه شو کولای د افغان ټیم هدف ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې همدا اوس د ملي پوشانوټيم د قطر په هېواد کې د شل اوریز نړیوال جام لپاره د چمتووالي په خاطرپه خپل تمرینات بوخت دی چې په دغوسیالیو کې د ګډون په موخه ډېرژربه متحده عربي اماراتوته روان شي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته