اقتصادTOP

د اقتصادي غونډې پرېکړه: قندهار او هلمند ته د کجکي بند د برېښنا لېږد لپاره دې الکترونيکي تجهيزات ژر وپېرل شي

کابل / د مرغومي ۲۷مه / باختر
د رياست الوزرا د مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اقتصادي پلاوي غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د ميوند بانک د تعاملاتو د ښه والي او پياوړتيا، په فابريکو کې د سيخ ګول د وضعيت، د هېواد په بندرونو کې د نفتي موادو د آزموينې د لابراتوارونو د عصري کولو او د البدر صنعتي کمپلکس د خنډونو په اړه خبرې وشوې.
دغه راز غونډې پرېکړه وکړه چې قندهار او هلمند ته د کجکي بند د برېښنا لېږد لپاره دې الکترونيکي تجهيزات ژر تر ژره وپېرل شي.
د يادونې وړ ده چې د کجکي بند د جوړولو کار په چټکتیا سره روان دی او په راتلونکي وري (حمل) مياشت کې به د دغه بند د تولید ظرفیت ۱۵۰ميګاواټو ته ارتقا وکړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته