خبرونهامنیت

د امام صاحب ولسوالۍ څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول

کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
د کندز د امام صاحب ولسوالۍ څو کلي تېره شپه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وویل چې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د کومانډو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې شپږ کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
جمال زیاته کړه چې د عملیاتو په بهیر کې دغه راز د وسله والو طالبانو د څه دپاسه ۲۰۰ مترو په اوږدوالي یوه ارتباطي تلخونه، څلورقرارګاوې او درې سنګرونه کشف او ویجاړ شول.
هغه زیاته کړه چې پوځیانو په عملیاتو کې څه دپاسه څلور کیلومتره سړک له ماینونو څخه پاک او د دښمن پوځي تجهیزات یې ترلاسه کړل.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته