کابل / د وږي ۱۹ مه / باختر
په پنجشېر کې د اسلامي امارت مسوولین وايي چې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز بازارک اړوند په فروبل سیمه کې د مخکیني ولسمشر د لومړي مرستیال امر الله صالح مشر ورور روح الله عزیزي د اسلامي امارت له ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې د مخالفانو ډېر لږ شمېر په لرې پرتو غرنیو سیمه کې شتون لري او له اسلامي امارت سره په اړیکه کې دي چې تسلیم شي. په وینا یې اسلامي امارت د پنجشېر په ټولو سیمو کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
ن/ر
87 د یوې دقیقې څخه لږ