نړۍ

د امريکا او دپاکستان ستراتيژيکي خبرې نن پيليږي.

واشنګټن-  دى نيوز – باختر دسلواغې دمياشتې ٧
دامريکا او پاکستان ستراتيژيکي خبرې اترې   نن په   واشنګټن کې پيليږي او
سبا به هم دوام وکړي.
دامريکا دبهرنيو چارو   وزارت ويندوى  پرون   وويل  :    چې دپاکستان د   ملي امنيت سلاکارسرتاج عزيز دستراتيژيکي خبرو لپاره واشنګتن ته رسيدلې دي .
دغه ويندوى  وويل  :  په دغو خبرو کې به د بيلابيلو برخو په باب خبرې وشي چې اقتصادي او امنيتي همکاري پکې شاملي  دي .
په همدې حال کې دامريکايي رسنيو له خوا خپاره شوي  رپوټونه   ښيي چې   دغه خبرې به دامريکا او پاکستان د اړيکو په ښه والي کې نوې فصل وي ځکه امريکا
له افغانستان څخه دناټو دوتلو په لټه کې  ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته