امنیت

د امريکا هوايي ځواکونه: د کندز په هوايي بريدکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى

کندز باختر دلړم دمياشتې ١٦ نيټه  :
د امريکا هوايي ځواکونه وايي چې په کندز ولايت کې د دوى په بريدکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په افغانستان کې د دغو ځواکونو قوماندان د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د دوى څيړنې ښيي چې په دغه بريدکې کوم ملکي وګړي ته زيان نه دى اوښتى.
په همدې حال کې د کندز د ولايتي شورا څو تنو غړو رسنيو ته ويلي دي چې په دغه ولايت کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د شنبې د شپې په بريدونوکې د دوو ميرمنو او دريو ماشومانو په ګډون څوارلس تنه ملکي وګړي وژل شوي او ديارلس تنه نور ټپيان شوي دي.
دوى ويلي دي چې دغو ملکي وګړو د يکشنبې په ورځ او د امريکايي ځواکونو له هوايي بريدونو وروسته غوښتل بېرته خپلو کورونو ته لاړ شي چې پرې بريد وشو.
د دريو ورځو له تيريدو وروسته په افغانستان کې د امريکا د هوايي ځواکونو قوماندان د خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه بريدکې  د ملکي وګړو تلفات ردوي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دوى د پوځي عملياتو په بهيرکې د ملکي وګړو د سر او مال ساتنې ته لومړيتوب ورکوي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته