TOPنړۍ

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د قطرله امیرسره وکتل

– کابل / د وږي ۱۶ / باختر
د امریکا د بهرنیوچارو او دفاع وزیرانو د قطرله امیرسره په افغانستان کې د ورستیو بدلونونو په اړوند خبرې وکړې.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتونی بلینکن او د دغه هېواد د دفاع وزیر لویدآسیتن دوحې ته په خپل سفرکې د قطرله امیرتمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني سره په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په اړوند خبرې وکړې.
په دې کتنه کې هغوی د نورو موضوعګانوترڅنګ له افغانستان څخه د امریکايي اتباعو او د هغوي د افغان همکارانو د ۱۷ ورځني لېږدونه کې د همکاري په خاطرله قطرڅخه مننه او قدرداني وکړه .
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته