امنیت

د امنيتي اودفاعي ځواکونود ملاتړ د نمانځنې په ورځ پرپوځيانود بريدطرحه ناکامه شوه

– کابل / دکب ١٠مه / باختر
په ننګرهارکې پر پوځيانو د بريد لپاره د داعش طرحه ناکامه شوه .
د داعش يوغړى چې دغه بريد ته ګومارل شوى و غوښتل د کب په نهمه د امنيتي اودفاعي ځواکونو د نمانځنې په ورځ د پوځيانو په موټرو ماينونه ولګوي او په دې ډول خونړي پېښې رامنځټه کړي خو له اقدام مخکې ونيول شو.
د ننګرهار والي ضيا الحق امر خيل باختراژانس ته وويل چې دغه داعشي د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د عملياتو په بهير کې ونيول شو .
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ دغه داعشي يوولس ماينونه په يوه کراچۍ او ګلدان کې پټ کړې وو چې په مناسب وخت کې د پوځيانو په موټرو کې ولګوي.
د ننګرهار والي وايي نيول شوى داعشي په داعش ډله کې په خپل غړيتوب او د امنيتي اودفاعي ځواکونود ملاتړد نمانځنې په ورځ پر پوځيانو د څو چاودنو د ترسره کولو لپاره په هلوځلو اعتراف کړى دى .
ختم-ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته