امنیت

د امنيتي اودفاعي ځواکونوملي ورځ په پروان کې ونمانځل شوه

کابل / دکب ١٠مه / باختر
د هېواد د امنيتي اودفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځ پرون په پروان کې ونمانځل شوه .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په هغومراسموکې چې په همدې مناسبت د پروان په مرکز چاريکارو ښارکې پرځاى شول د پروان والي فضل الدين عياروويل، د هېواد امنيتي اودفاعي ځواکونه د دغه هېواد رښتيني بچيان دي چې په خپلو سرښندنو سره د هېواد د ځمکني بشپړتيا، ملي نواميسو او د خپلواکۍ دفاع کوي او امنيت تامينوي.
هغه د پروان د امنيتي اودفاعي ځواکونو هلې ځلې وستايلې او له خلکو يې وغوښتل چې د خپلو امنيتي ځواکونوملاتړوکړي.
په دغومراسمو کې د پروان امنيه قوماندان عبدالرووف ارزګاني او يو شمېر نورو ويناوالو د امنيت تامينول د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو نتيجه وبلله او د ټولنې له ټولو قشرونو يې وغوښتل چې د دغو ځواکونوترڅنګ ودرېږي اودهغوى ملاتړوکړي .
د مراسمو په پاى کې هغه سوغاتونه اوستاين ليکونه چې د ولايت د مشرتابه ، د ولايتي شورا، مدني ټولنې او د يوشمېر نورو بنسټونوله خوا برابر شوې و يوشمېر پوځيانوته ورکړل شول.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته