امنیت

د امنيتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ په پنجشېر کې ونمانځل شوه

– کابل / د کب ۱۱مه / باختر
د کب د نهمې (د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ) پرون د يولړ مراسمو په ترڅ کې په پنجشېر کې ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغو مراسمو کې د پنجشېر والي کمال الدين نظامي وويل چې امنيتي او دفاعي ځواکونه د هېواد رښتيني بچيان دي او ددغې ورځې درناوى دغو ځواکونو ته درناوى دى.
هغه وويل چې امنيتي ځواکونه د هېواد مدافعان دي چې په نه ستړې کېدونکو هلوځلو سره د ملي نواميسو او ارزښتونو دفاع او ساتنه کوي.
په دغو مراسمو کې د پنجشېر د ملي امنيت رياست مرستيال عبدالناصر واثق او يوشمېر نورو ويناوالو د دغې ورځې د درناوي په ترڅ کې د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
د مراسمو په پاى کې يوشمېر پوځي مسوولينو او سرتېرو ته ستاينليکونه او ګلان ورکړل شول.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته