امنیتټولنه

د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځ په یو شمېر ولایتونو کې ونمانځل شوه

– ولایتونه / دکب/ ۱۰/ باختر
د کب له٩ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ورځ پرون او نن د بغلان ، لوګر او د تخار په ولایتونو کې ونمانځل شوه .
د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له مخې، په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د دغو ولایتونو د والیانو ، د ولایتي شوراګانو د غړو، د امنیتي مسوولانو ، دیني عالمانو، د دغو ولایتونو او د مدني ټولنې د فعالانو د اوسیدونکو په ګډون تر سره شول .
وینا والو د کب ۹ د هېواد له دفاعي او امنیتي ځواکونوڅخه د دوامدار ملاتړ او د ژمنې نوي کول وبلل، امنیتي او دفاعي ځواکونه یی د افغانستان د اسلامي جمهوریت مدافعین وبلل د افغانستان خلک او تاریخ به هیڅکله د پوځیانو میړانې او سرښندنې هیرې نکړي.
په دې غونډه کې پوځیان وستایل شول.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته