خبرونهفرهنګ

د اميرعلي شېرنوايي د نړيوال سمينار د جوړولو کمېسيون درېمه غونډه جوړه شوه

۲۳- کابل / د مرغومي ۲۷ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ د اميرالکلام مير نظام الدين علي شېرنوايي د زېږېدو د۵۸۰ يمې کاليزې د نړيوال سمينار د جوړولو کمېسیون درېمه غونډه نن جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په غونډه کې په فرهنګي چارو کې د جمهوررييس سلاکار اسدالله غضنفر، د جمهوري رياست مقام د دفتر رياست، د بهرنيو چارو او لوړو زده کړو وزارتونو استازو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يوشمېر سلاکارانو او رييسانو او د علومو اکاډمۍ او ملي راډيو ټلويزيون استازو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې لومړى د اميرالکلام مير نظام الدين علي شېر نوايي د زوکړې د ۵۸۰ یمې کاليزې د نړيوال سمينار د جوړولو لپاره د چمتووالي په اړه د تېرې غونډې د کارونو رپوټ چې د راتلونکي کال په لومړۍ مياشت کې په هرات کې جوړېږي؛ وړاندې شو.
وروسته د کمېسيون غړیو د سمينار د اجنډا په اړوند له خبرو وروسته، د امير علي شېرنوايي د کارنامو او ژوندانه د بېلابېلو اړخونو په تړاو د څېړنيزو مقالو عنوانونه تاييد کړل.
دغه راز په غونډه کې د سمينار پر اړوندو موضوعګانو خبرې وشوې او د دغه سمينار د جوړولو په موخه د تياريو بهير د ګړندي کولو په خاطر علمي، نشراتي، تشريفاتي او د همغږۍ کمېټې جوړې شوې.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغه سمينار د جوړولو په خاطر د تياريو بهير د ګړندي کولو او د کمېسيون د غړیو بنسټونو ترمنځ پر همغږۍ ټينګار وشو.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته