فرهنګ

د امیرعلي شېرنوايي او پاچاخان د نړیوالو سمینارونو د جوړولو کمېسیونونو غونډه وکړه

۴۵- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ د امیرعلي شېرنوايي او پاچاخان د نړیوالو سمینارونو د کمېسیونونو ګډه غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مقر کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د جمهوري رياست د علمي او فرهنګي چارو سلاکارانو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین عبدالمنان شېواى شرق، د لوړو زده کړو وزارت علمي معين عبدالتواب بالا کرزی، د کابل پوهنتون او د افغانستان د علومو اکاډمۍ استازو او د امیرعلي شېرنوايي او پاچاخان د نړيوالو سمینارونو د ترسره کولو کمیسېونونو نور غړي حاضر وو؛ د یادو سمینارونو لپاره د بېلابېلو مسایلو پر چمتووالي بحث او خبرې اترې وشوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير د دغو سمینارونو د چمتووالي بهير پر ګړندي کولو او پرتمین ډول ترسره کولو ټینګار وکړ.
د کمېسیونونو د ګډې ناستې غړو له هر اړخيز بحث او خبرو وروسته، د پاچان خان په سمینار کې تر بحث لاندې موضوعاتو عنوانونه وټاکل چې کورني او بهرني څېړونکي او پوهان کولاى شي د یادو عنوانونو پر محور څېړنيزې مقالې ولیکي. همدارنګه پرېکړه وشوه چې د مقالو بلنه بايد ډېر ژر خپره شي.
دغه راز د امیرعلي شېرنوايي سمینار لپاره د مقاله لیکنې د بلنې په اړوند چې مخکې خپره شوې ده، تصمیم ونیول شو چې په کابل او د هېواد په نورو سترو ښارونو او په ټولو پوهنتونونو او اکاډمیکو مرکزونو کې سترې تختې چې بلنه پرې کښل شوې وي، ودرول شي.
دغه راز په غونډه کې د دغو سمینارونو د ترسره کولو لپاره علمي – فرهنګي او تدارکاتي کمېټې جوړې شوې او دغو کمېټو ته مشخصې دندې وسپارل شوې.
پاى \ ذ\ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته