امنیت

د انعکاس ټلوېزیون ویانده ملاله میوند په ننګرهار کې ترور شوه

١- کابل / د لیندۍ ۲۰ مه / باختر
د انعکاس ټلوېزیون ویانده ملاله میوند نن سهار په ننګرهار کې د ناپېژاندو کسانو په برید کې ترور شوه.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ ناپېژاندو وسله والو کسانو نن سهار شاوخوا ۷ بجې په جلال آباد ښار پورې اړوند ګولایي عربانو سیمه کې د انعکاس راډیو ټلوېزیون پر ویاندې ملالې میوند او موټر چلوونکي محمد طاهر هغه وخت برید وکړ او ویې وژل چې د دفتر په لور روان وو.
ملاله میوند له څو کلونو راپدېخوا له انعکاس راډیو – ټلوېزيون سره د خبریالې او د خپرونو د چلوونکې په توګه کار کاوه.
تراوسه د یاد برید مسوولیت چا نه دی منلی.
د یوې میاشتې په بهیر کې دا په افغانستان کې د خبریالانو د ترور درېیمه پېښه ده. له دې وړاندې هم یو خبریال په کابل او بل یې په هلمند کې ترور شوى و.
پای / وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته