سیاستTOP

د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معین په کار پیل وکړ

کابل / د لیندۍ ۳مه / باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور نن د یوې غونډې په ترڅ کې، د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معین مولوي عارف الله عارف د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ مولوي عارف الله عارف د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ په منظورۍ، د اوبو او انرژۍ وزارت د معین په توګه ټاکل شوی دی.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د انرژۍ پر ارزښت خبرې وکړې او د انرژۍ نوي معین ته یې د چارو په پرمخ بیولو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
مولوي عارف الله عارف د افغانستان اسلامي امارت د واکمنۍ په تېره دوره کې په بېلابېلو برخو کې ( د غزني د والي د مرستیال، کابل ښاروال او د مالیې وزارت د مالي معین او همدارنګه د امریکا اشغال پر وړاندې د وسله وال جهاد پر مهال د ولایتي نظامي کمېسیون د سرپرست او غړى او د دعوت او ارشاد د مرکزي کمېسیون د غړى په توګه کار کړی دی.
هغه تر پېژندلو وروسته، په ​​رسمي ډول په کار پیل کړ.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته