ټولنهTOP

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په هېواد کې د برېښنا رسولو د شبکو پر پراختیا ټینګار وکړ

کابل / د لیندۍ ۸مه / باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست نن د افغانستان برېښنا شرکت د لوی ریاست له سرپرست سره په کتنه کې، په هېواد کې د برېښنا رسولو د شبکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د افغانستان برېښنا شرکت د لوی ریاست له سرپرست مولوي حمدالله زاهد سره په داسې حال کې چې د کابل برېښنا شرکت رییس مولوي فضل الرحمن فضلي هم حاضر و، د انرژۍ د تولیدي پروژو او په قسطي ډول د پورونو د ورکړې د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز په دې کتنه کې دواړو لوریو د برېښنا رسولو د شبکو د پراختيا او د ښو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره پر زياتې همغږۍ ټينګار وکړ.
د دوامدارې برېښنا برابرول، له هغو ننګونو څخه دي چې د افغانستان حکومت یې تراوسه نه دي حل کړي او اوسمهال د افغانستان ډېره بریښنا له بهرنیو سرچینو (ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران) څخه برابرېږي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته