سیاست

د اوسلو غونډه: د اسلامي امارت استازي او افغان سیاسي فعالان سره وویني

کابل/ د سلواغې ٣ / باختر:
ټاکل شوې نن د ناروې په اوسلو ښار کې د اسلامي امارت د استازو او یو شمېر افغانانو چې ویل کېږي سیاسي فعالان او مدني ټولنې دي، غونډه جوړه شي.
د باختر آژانس خبريال ليکي؛ ټاکل شوې دغه غونډه درې ورځې دوام وکړي.
د اسلامي امارت پلاوی چې مشري یې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کوي، د امریکا، بريټانیې او اروپايي ټولنې پر استازو سربېره به د سیاسي او مدني ټولنو له فعالانو سره چې ویل کېږي خپلواکه څيرې دي، لېدنې کتنې وکړي.
امیرخان متقي وايي، ” د دې سفر په ترڅ کې به هغه د ناروې له چارواکو، د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو، د امریکا متحده ایالاتو، د یو شمېر غربي هېوادونو له استازو او همدارنګه له یو شمېر افغان او نورو افغان سیاستوالو سره خبرې اترې وکړي.”
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا غونډه به له یکشنبې څخه ترسه شنبې ورځې دوام وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د ناروې سفیرې مونا جول وویل: ” د نړیوالې ټولنې د یوه غړي په توګه، موږ کولای شو ډاډ ترلاسه کړو چې په افغانستان کې میلیونونو خلکو ته چې په خورا بد بشري وضعیت کې دي، بشري مرستې ورسوو.”
“له همدې امله، موږ دا غونډه جوړه کړه او له نورو هیوادونو او سازمانونو مو وغوښتل چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.”
د ناروې د پوځ لوی درستیز ایریک کریسټوفرسن وویل؛ زه ډیر خوښ یم چې موږ له هغو کسانو سره خبرې کوو چې په افغانستان کې واک په لاس کې لري .
ویل کېږي چې په ناروې کې د سیاسي او مدني فعالانو په نوم د راغلو کسانو شمېر ١٦ تنو ته رسېږي.
دوی په افغانستان کې د شته ستونزو د حل لپاره له ځان سره طرحه لري چې د اسلامي امارت پلاوي ته وړاندې کړي.
د ناروې حکومت ټینګار کوي چې له افغان کړکېچ څخه د وتلو د لارې د موندلو په هدف په دې غونډه کې به د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او د ښځو د تعلیم د حق په اړه د نړیوالې ټولنې هیلې مشخصې شي.
اسلامي امارت په وار وار ویلي چې د قانون په چوکاټ کې به د بشري حقونو او فردي آزادۍ درناوی او ساتنه کېږي، دغه راز اسلامي امارت همدارنګه ټینګار کوي چې د افغانستان اوسنیو ستونزو ته د حل لاره د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل له لارې ولټوو.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته