نړيوالې خبري سرچېنې / د زمري ٦ مه / باختر
د اوکراين جمهور رييس ولادمير ژلنسکي د وسله والو ځواکونو مشر بدل کړ.
دا اقدام داسې وخت کېږي چې کيف هڅه کوي د روس پلوه بيلتون غوښتوونکو پر وړاندې په ٧ کلنه جګړه کې له ناټو سره خپلې اړيکې ژورې کړي.
دغه جګړه د اوکراين په ختيځ کې د اوکرايني ځواکونو او روس پلوه بيلتون غوښتوونکو ترمنځ روانه ده.
د جمهوري رياست وياند سرهي نيکيفوروف پرون وويل چې جنرال والري زالژني به د جنرال روسلان خومچاک پرځاى د اوکراين د دوه نيم لکه فعالو پوځيانو قومانده پر غاړه واخلي.
د جمهوري رياست وياند وايي د دي بدلون هدف د دفاع وزارت او وسله والو ځواکونو ترمنځ د همغږۍ ښه والى دى.
\ ذ