نړۍ

د ايران اسلامي جمهوريت لومړنى جمهور رييس ومړ

کابل / د تلې١٧مه / باختر:
د ايران اسلامي جمهوريت لومړنى جمهوررييس ابوالحسن بني صدر د ٨٨ کلونو په عمر مړ شو.
باخترآژانس د ايراني رسنيو په حواله ويلي، سيد ابوالحسن نن سهارد تلې په ١٧مه د پاريس په يوه روغتون کې له اوږدې ناروغۍ وروسته د٨٨ کلونو په عمر مړشو.
هغه په ١٣١٢ کال کې د ايران په همدان ولايت کې زېږيدلى و او د هغه پلار سيدنصرالله بني صدر د همدان له مخوروعالمانوڅخه و .
بني صدر د تهران په پوهنتون کې د اقتصاد او اسلامي علومو زده کړى کړي او يو سياستوال او اقتصاد پوه و.
ابوالحسن بني صدر د ايران په تاريخ کې لومړنى جمهور رييس و چې د انقلابي شورا مشرۍ يې پر غاړه درلوده او په ١٣٦٠ کال کې د اسلامي مشورتي شورا له لورې استيضاح او له دندې ګوښه شو.
بني صدر په پټه له ايران څخه له وتلو وروسته د مجاهدين خلق سازمان مشر مسعود رجوي سره يوځاى او د ايران اسلامي جمهوريت پرخلاف يې دښمنې پيل کړه.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته