اقتصاد

د اپتا موافقه ليک د تعديل لومړنى غونډه جوړه شوه

کابل /د ليندې ٨مه/باختر
د صنعت اوسوداګرى وزارت سرپرست په مشرى د اپتا موافقه ليک د تعديل په اړه د مذاکراتي ډلې لومړنى غونډه جوړه شوه.
په دې غونډۀ کې چې د صنعت اوسوداګرۍ د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه، د اړوندو ادارو استازو اود دغه وزارت مالي اواداري معين پکې ګډون کړي وو.
د باختراژانس د خبرله مخې، دغونډې په پيل کې د صنعت اوسوداګرى وزارت سرپرست نور الدين عزيزي پاکستان ته دخپل وروستي سفر د برياليتوبونو، د خصوصي سکتوراود افغانستان د اسلامي امارت د کابينې د نظريو په اړه معلومات ورکړل، دغه راز په دې غونډه کې د اپتا موافقه ليک د تعديل په اړه د مذاکراتي کمېټې د تشکيل په اړوند د کابينې پريکړه ولوستل شوچې دهغه له مخې د دغې کمېټې رياست د صنعت اوسوداګرى وزارت په غاړه لري.
په غونډۀ کې پريکړه وشوه چې د دوه اړخيزې غونډې مخکې دې د اختلافي موضوعګانو په اړه د زيات بحث لپاره د اپتا موافقه ليک د تعديل په اړه د مذاکراتي کمېټې د ټولو غړو په ګډون يوه بله غونډه جوړه شي.
د اپتا تړون د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزيتي اوتجارتي موافقه ليک دى چې په ٢٠١٠کال کې د افغانستان اوپاکستان د وخت د سوداګرى د وزيرانو ترمنځ لاسليک شو.
افغانستان د دغه موافقه ليک له مخې د پاکستان د واګه د وچې بندراود ګواډراوکراچى ابي بندرونو ته لاسرسۍ پيدا کړ او په مقابل کې پاکستان هم د اسلام قلعه ، حيرتانو،شيرخان اود تورغندي د بندرونوله لارې د ايران ،ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونوته لاسرسۍ پيدا کړ.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته