امنیت

د بادغیس په بالا مرغاب کې د اردو پوسته وتړل شوه

– قلعه نو/ د کب/ ۱۲/ باختر
د بادغیس په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه پوسته وتړل شوه او بلې سیمې ته ولېږدول شوه.
په بادغیس کې د ملي اردو یوه جګپوړي خبر ځای د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د ملي دفاع وزارت له پراخو ارزونو وروسته تصمیم ونیوه.
هغه وویل چې د لارې سخت والی د دې سبب شو چې دغه پوسته بل ځای ته ولېږدول شي.
هغه وویل چې پوځیان به له نوی پوستې خپل محاربوي او عملیات په ښه او ګټور ډول سازمان دهي او تر سره کړي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته