ټولنه

د بادغیس په لویه لاره کې د یو موټر سپرلۍ وژغورل شوې

کابل /دسلواغې ۲مه /باختر
یو لنډکروزر موټر چې له پرون راهیسې له سپرلیو سره د بادغیس په آبکمري ولسوالې کې د دهستان په بند قشقه غاښی کې د واورې د سخت اورښت له امله بند پاتې و د اسلامي امارت ځواکونو او د سیمې د خلکو له خوا وژغورل شول.
د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي بازمحمد سروري باخترآژانس ته وویل چې په بند پاتې شویو سپرلیو کې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون ۶ تنه شامل دي.
ویل کېږي چې د دغه موټر سپرلۍ اوس یونږدې کلي ته لېږدول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بادغیس – هرات لویه لاره له پرون څخه راپدېخوا تړل شوې ده او د لسو نورو بند پاتې شویو موټرو د ژغورنې لپاره هلې ځلې دوام لري.
دغه لویه لاره د هېواد له سترو مواصلاتي لارو څخه ده چې د هېواد شمال ولایتونه د هېواد له لوېدیځ سره نښلوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته