کابل باختر دثوردمياشتې ٢ نيټه :
د برېښنا شرکت داتياميليونه امريکايي ډالرو په لګښت دباميانو ولايت د برېښنارسونې د دريو پروژو تړ ونونه له دريو شرکتونوسره لاسليک کړل.
د باختراژانس د خبر له مخې:
دغه قرادادونه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور ريېس محمداشرف غني په حضور کې لاسليک شو.
په دغو قراردادونو کې د باميانو تر ښارپورې د دوشي د ٣٠٠ ميګاواټو دمزو تمديدول ، د ٣٢ميگاواټوو په ظرفيت دباميانوولايت په اژدر دښته کې د سب استيشن جوړول او د باميانو ښار د برېښنا رسونې د شبکې جوړول شامل دي.
د افغانستان د بريېښنا شرکت اجرايېوي ريېس انجينر امان الله غالب دغه قراردادونه د هندي او چينايي شرکتونوله استازو سره لاسليک کړل.
پاى شکريه ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ