امنیت

د باميانو پر امنيه قوماندان د طالبانوبريد په شاوتمبول شو

– کابل /د سلواغې ٢٨مه /باختر
د باميانو پر امنيه قوماندان د دغه ولايت د کهمرد او د بغلان د تاله اوبرفک د ولسواليو ترمنځ سيمه کې د وسله والوطالبآنوبريد شنډ کړى شو.
د باميانو د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر محمدرضا يوسفي باختراژانس ته وويل چې د باميانواو د کهمرد د ولسواليو ترمنځ د اشپيشتې په سيمه کې د باميانو د امنيه قوماندان زبردست صافى پرکاروان د وسله والوطالبانو بريد شنډ کړ.
يوسفي زياته کړه په دې پېښه کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول او يوطالب ټپى شو.
طالبان هغه وخت د باميانو پر امنيه قوماندان بريد وکړ چې هغه د کهمرد او د سيغان د ولسواليو د امنيتي ځواکونو پوستو د څېړنې په مقصد تللى و . ختم _ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته