ټولنه

د بامیانو اوسېدونکو د تاوتریخوالي له کمښت څخه هر کلی وکړ

بامیان / دکب ۵ / باختر
د بامیانو اوسېدونکي په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت له عملي کېدو څخه هرکلی کوي.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال خان محمد محقق د خبر له مخې، ديني عالم جمعه خان مهدوی د تاوتریخوالي په کمښت کې د دولت او طالبانو پر اقدام خوښي څرګنده ګړه او هيله يې وښوده چې د تاوتریخوالي کمښت په هېواد کې د دایمي سولې سبب شي.
هغه زیاته کړه، چې د بامیانو – کابل د مواصلاتي لارو امنیت په دې څو ورځو کې لږ څه ښه شوی دی او هیله ده  چې د لویو لارو امنيت تل تامین شي.
په همدې حال کې فرهنګپال محمد  اسحاق عزیزي وايي، چې په وروستيو څلورو لسیزو کې د افغانستان د خلکو زیاتې ستونزې د ناامنيو او جګړوزېږنده دي.
عزيزي هيله ښايي چې د تاوتریخوالي  دغه کمښت په یو دوامداره اوربند اوسولې بدل شي او دبین الافغاني خبرو اترو زمینه برابره شي.
هاخوا د بامیانو والي محمد طاهر زهیر هم په یوه خبري ناسته کې، د تاوتریخوالي کمښت د افغانستان خلکو لپاره یو ښه زېری وباله .
ده د جمهوري رییس محمد اشرف غني پر خبرو ټینګار وکړ او سوله یې د افغانستان دټول ملت غوښتنه وبلله .
پای شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته