امنیت

د بامیانو سيغان ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونيول شوه

کابل / د چنګاښ ۲۵مه / باختر
امنيتي او دفاعي ځواکونو نن سهار د باميانو سيغان ولسوالۍ له وسله والو طالبانو بېرته ونيوله.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ د باميانو والي د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ويل شوي دي: د باميانو د والي محمد طاهر زهير په مشرۍ په سيغان ولسوالۍ کې تېره شپه چاڼيز عمليات پيل شول چې په پایله کې نن سهار دغه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.
خبرپاڼه زیاتوي چې د دغو عملياتو په بهير کې وسله والو طالبانو ته د سر زیان اوښتی دی چې دقيق شمېر يې وروسته اعلانېږي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته