ټولنه

د بامیانو ټولې مواصلاتي لارې د واورې د اورښت له امله و تړل شوې

– کابل / د سلواغی / ۲ / باختر
د بامیانو د فواید عامې ریاست مسوولین وايي: په تېرو ۲۴ ساعتو کې د سختو واورو د اورښتونو او توپانو نو له امله د دغه ولایت ټولې مواصلاتي لارې د مسافرینو او د موټرو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې دي.
د بامیانو د فواید عامې رییس عبدالخالق حقمل د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل: د حاجي ګک د غاښي له لارې د کابل – بامیانو، د شاتو او د قوناق د غاښو له لارې د بامیانو- دایکنډي لارې د واورې د سخت اورښت او توپان له امله تړل شوې دي.
هغه وویل: د بامیانو له مرکز- یکاولنګ ولسوالۍ د پاکولو کار پیل شوی دی خو نورې لارې تړلې دي.
هغه زیاته کړه د شرایطو په برابرېدو سره له واورو څخه د نورو لارو د پاکولو بهیرهم پیلېږي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته