امنیت

د بامیانو کهمرد ولسوالۍ هم له طالبانو ونيول شوه

کابل / د چنګاښ ۲۵مه / باختر
افغان ځواکونو د باميانو د سيغان ولسوالۍ تر نيولو وروسته، د دغه ولايت کهمرد ولسوالۍ هم څو ساعته مخکې له وسله والو طالبانو بېرته ونيوله.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د باميانو سيمه ييز مسوولين تاييدوي چې امنيتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو د وسله والو طالبانو له شتون څخه د سيغان ولسوالۍ تر پاکولو وروسته، نن سهار د باميانو کهمرد ولسوالى هم د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړه.
دغه عمليات د باميانو د والي طاهر زهير په مشرۍ پيل شوي دي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته