ټولنه

د بامیان – دایکنډي لویه لاره پرانستل شوه

کابل /دمرغومي ۱۶مه /باختر
د بامیانو د فوایدعامې ریاست مسوولینو له واورې څخه د بامیانو- دایکنډي په لویه لاره کې د شاتوغاښی او د نورو تګلورو د پاکولو خبر ورکړ.
د بامیانو د فوایدعامې د ریاست سرپرست ملا عبدالخالق حقمل د باخترآژانس خبریال ته وویل چې د بامیانو- دایکنډي لویه لاره د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده او د نورو لارو د پاکولو کار دوام لري.
د یادونې وړده چې د واورې د سخت اورښت له امله د بامیانو- یکاولنګ له لارې پرته د بامیانو ټولې لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وې.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته