ټولنه

د بامیان لارې د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې

کابل /مرغومې ۳۰مه/باختر
د بامیانو د فواید عامې مسوولین وایي د واورې له وروستیو اورښتونو او د لارو له بندېدو وروسته اوس ټولې لارې د ترافیکو پرمخ پرانیستې دي.
د بامیانو د فواید عامې ریاست باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په لېږلو سره ویلي دي د بامیانو د لارو په پاکولو سره اوس د دغه ولایت ټولې مواصلاتي لارې پرانیستل شوې دي.
په خبر پاڼه کې زیاته شوې ده د بامیانو د فوایدعامې ریاست تر مسوولیت ټولې لارې په بشپړه توګه پرانیستې دي او د ترافیکو بهیر دوام لري.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته