اقتصاد

د بامیان مستوفي: د مالیې ورکول هېوادنی مسوولیت دی

کابل /مرغومې ۳۰مه/باختر
د مالېې ورکولو په اوونۍ کې د بامیان مستوفي وایی چې د مالېې ورکول جبر او زور نه بلکې هېوادنی مسوولیت دی.
د بامیان مستوفي محمد امیر فیضاني نن د باخترآژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل: د مالیې اوونۍ په جوړه شوې غونډه کې د بامیانو والي او دولتي ادارو ریسانو د مالیې ورکولو په ارزښت خبرې وکړې.
فیضاني وویل د دې لپاره چې زموږ دولت او هېواد پرمختګ وکړي او په خپلو پښو ودرېږي د مالیې ورکول مهم او ضروري دي.
د مالیې ورکول په خلکو د حکومت جبر او فشار نه بلکې هېوادنی اسلامی او وجداني مسوولیت دی.
هغه زیاتوي لکه څنګه چې کسبګرو او هټۍ والو پخواني حکومت ته مالیه ورکوله اوس هم باید په مینه او په خپله خوښه اوسني حکومت ته هم مالیه ورکړي.
هغه د عشر، ذکات او خمس د ورکولو په اړه وایي: د هېواد د هر وګړي دیني او مذهبي مسوولیت دی چې خپل عشر، ذکات او خمس ورکړي چې اسلامي امارت یې په ښه او ګټور ډول ولګوي چې زموږ هېواد له بې وزلۍ او بدبختي وژغورل شي.
فیضاني د خپلو خبرو په دوام وویل هغه دولتي ادارې چې عواید لري باید خپل عواید له قانون سره سم مستوفیت ته وسپاري او هلې ځلې وکړي چې د ملي عوایدو د بې ځایه کېدو مخه ونیول شي.
هغه د بامیانو مستوفیت مامورینو ته لارښوونه کوي چې په اخلاص او صداقت سره کار وکړي او د مالیې ورکولو په وخت کې د مالیه ورکوونکو د وخت ضایع کېدو مخه ونیسي او دغه راز له مالیه ورکوونکو او خپلو مراجعینو سره ښه چلند وکړي.
هغه د بامیانو د حج او اوقافو له ریاست څخه غواړي چې د جوماتونو ملا امامانو ته لارښوونه وکړي چې د مالیې ورکولو او د عشر ذکات او خمس د ورکولو په ارزښت خلکو ته پوهاوی ورکړي او د خلکو ذهنونه روښانه کړي. ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته