خبرونهټولنهورزش

د بايسکل ځغلونې فدراسیون غړو پنځو ولایتونو ته سفرونه وکړل

کابل / د تلې ۱۳ مه / باختر

د بايسکل ځغلونې فدراسیون  ۵ غړو د هېواد سویل ختیځ ولایتونو میدان وردګو، غزني، پکتیا، پکتیکا او لوګر ته د دریو ورځو په موده کې سفرونه وکړل.

د دغه فدراسیون غړی او بایسکل ځغلونکی محمد حلیم چې ۵۸ کاله عمر لري، باختر آژانس خبریال ته وویل: د بایسکل ځغلونې موخه د هېواد ولایتونو ته د سولې، امن او یووالي پېغام رسول دي .

د بايسکل ځغلونې فدراسیون غړو او ورسره د لوګر د ورزش آمر ولید ستانکزي د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رییس سره کتنه هم وکړه.

په کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي محمد صادق جان عاکف ولس ته د امنیت په برخه کې ډاډ ورکړ. عاکف زیاته کړه چې هرڅوک کولای شي په عادي ډول خپل ژوند پرته له کومې ویرې او ګواښ پرمخ یوسي .

عاکف له ورزشکارانو غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د سولې او امنیت پیغام تر نړیوالو ورسوي.

په همدې توګه ستانکزي پر ځوانانو غږ وکړ، چې  د ورځنیو چارو په مهال ویش کې ورزش ته هم یو څه وخت وقف کړي، ځکه ورزش د روغتیا او سلامتیا ضامن او له ناوړو کړنو انسان ژغوري .

د ورزش آمر ولید ستانکزي وویل چې د بایسکل ځغلونې فدراسیون د سفرونو موخه هېوادوالو ته د سولې پیغامونه لېږدول دي، چې زموږ هېواد د امن او سولې  کور دی.

ستانکزي  وویل چې په لوګر کې د بایسکل ځغلونې فدراسیون شته دی او ۲۵ غړي لري.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته