ورزش

د باکو په ښار کې ديوشپیته ځوانانو وزیرانوګډون

کابل باختر د غويي دمياشتې ١ مه د اسلامي هیوادونو د ځوانانو او سپورټ کنفرانس کې چې د باکو په ښار کې ديوشپیته هیوادونو د ځوانانو وزیرانو ګډون پکې کړی وه. د ځوانانودچارو معین ډاکتر کمال سادات د افغانستان د ځوانانو په بېلا بېلو اړخونو خبرې وکړې او د ځوانانو غږيې پورته کړ او له جمهور ریس غني څخه یې مننه وکړه، چې ځوانانو ته یې ښه پام کړی دی. باید وويل شي، چې د ځوانانو معینیت د افغانستان له ځوانانو سره د ښو اړیکو ترڅنګ د نړی له ځوانانو سره هم اړیکې ډیرې کړی دي او اوس افغان ځوانان د نړی د ځوانانو په ټولو غونډو کې فعال ګډون لري.پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته