سیاستنړۍ

د بخښنې نړيوال سازمان: امريکا بايد تاوان ورکړي

کابل/ د وږي١٠مه / باختر
د بخښنې نړيوال سازمان له متحده ايالاتو غوښتې دي هغه کورنۍ ته تاوان ورکړي چې په کابل کې په وروستي هوايي بريد کې يې لس غړي له لاسه ورکړي دي.
دغه بريد درې ورځې وړاندې د کابل نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه وشو چې په کې د ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ لس غړي ووژل شول.
د بخښنې نړيوال سازمان ويلي متحده ايالات دې په کابل کې د وروستيو هوايي بريد مسووليت پر غاړه واخلي او تاوان دې ورکړي.
امريکايي سرچينې وايي يو موټر بم يې په نښه کړى دى چې پرهوايي ډګر د بريد لپاره چمتو شوى و. خپلواکو سرچينو دا ادعا نه ده تاييد کړې خو امريکايي سرچينو تراوسه دا نه ده تاييد کړې چې په بريد کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
سرچېنو وويل چې د بې پيلوټه الوتکې له بريد وروسته د پام وړ چاودنې وشوې په دې معنى چې د پېښې په ځاى کې چاوديدونکي توکي وو چې ممکن شاوخوا خلکو ته يې زيان رسولى وي.
د سيمې خلکو ويلي چې د موټر بم بريد مسئله شتون نلري او امريکائيان پخپله توجيه کوي او د افغانستان اسلامي امارت دا بريد غندلى دى.
په هرصورت د بخښنې نړيوال سازمان چې يو نړيوال خپلواک بنسټ دى د بريد په اړه يې د معتبر اوشفاف تحقيق غوښتنه کړې.
په عين حال کې په متحده ايالاتو کې د بخښنې نړيوال سازمان اجرائيوي رييس پل اوبراين په يوه بيان کې وويل: متحده ايالات دې د وژل شويو کسانو مسووليت پر غاړه واخلي او تاوان دې ورکړي.
د بخښنې نړيوال سازمان په يوه بيان کې ويل شوي چې په دوو لسيزو کې هغه بريديونه چې متحده ايالاتو په افغانستان او نورو هېوادونو کې ترسره کړي د يو زيات شمېر ملکي وګړو د وژل کېدو مسووليت نه دى ښودلى.
بريد هغه وخت وشو چې د کابل نړيوال هوايي ډګر شاوخوا کې ګڼ شمېر خلک له هېواد څخه د وتلو لپاره راټول شوي وو او د هوايي ډګر د ساتنې کنترول د امريکائيانو په لاس کې وو.
امريکائيانو د سه شنبې په شپه د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې خپل شل کلن پوځي شتون پاى ته ورساوه.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته