ټولنه

د بخښنې نړيوال سازمان وايي په ٢٠١٥ م کال کې دملکي وګړو دسرزيان بى سارى و.

کابل – باختر د کب دمياشتې ٥
دبخښنې دنړيوال سازمان په کلني رپوټ کې چې خپور شوى دى ويل شوي دي چې په افغانستان کې دبشر دحقوقوحالت مخ په خرابيدو دى او دغه سازمان له دې امله انديښنه لري.
د بخښنې دنړيوال سازمان دافغانستان دبرخې څيړونکى حوريې مصدق رسنيو ته ويلي دي چې د ٢٠١٥ م کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په افغانستان کې دملکي وګړو دسرزيان ديادونې وړ زياتوالى ښيي.
دې زياته کړه په ٢٠١٥ م کال کې دملکى وګړو دسردزيان شمير زيات شوى دى د ٢٠١٥ م کال په لومړيو شپږو مياشتو کې دغه شمير په سلو کې شپيته لوړ شوى دى .
د دولت مخالفين له دې جملې څخه وسله وال طالبان دملکي وګړو په وژلو کې اصلي عامل پيژندل شوي دي نور دحکومتي ځواکونو او دحکومت دملاتړو له خوا ترسره شوي دي او يو شمير نور له بده مرغه نه دى مشخص شوى چې دکومې ډلې له خوا ترسره شوي دي .
په دغه رپوټ کې له وسله والو طالبانو څخه په جدي توګه غوښتل شوي دي هغه بريدونه ډير ژر بند کړي چې دانسانانو ژوند ته بې پروايي کيږي.
دغه سازمان په افغانستان کې د ورستى حالت ، په غير قانوني ډول دافغانانو دتيښتې او اروپايي هيوادونو ته د رسيدو لپاره له خطر سره دهغوى دمخامخ کيدو له امله خپله انديښنه څرګنده کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته